ایکنا نیوز راپور راکوي، د قرآن کریم د نړیوال نندارتون یودیرشم پړاؤ د ۱۴۰۳ لمریز کال د لومړۍ میاشتې په لومړۍ ورځ د مازدیګر پنځه بجې د حضرت امام خمینی په عیدګاه کې پرانیستل کیږي.دغه دستورې د ایران د اسلامی جمهوریت د فرهنګ او اسلامی ارشاد د وزیر محمد مهدي اسماعیلي په شتون سره د حضرت امام خمیني د عیدګاه د ۵۸ دروازې په برخې کې ترسره کیږي.
ټاکل شوې ده د قرآن کریم ددغه نړیوال نندارتون د فروردین میاشتې له لومړئ نیټې پیل او د همدغې میاشتې تر څوارلسمې نیټې پورې په همدغې عید ګاه کې هره ورځ د مازدیګر له پنځو بجو راهسې د شپې دولس نیمو بجو پورې به د قرآن کریم د مینه والو دمنلو کوربه وي.
د هغه څه په اساس چې ددغه نندارتون په لومړني خبري کنفرانس کې بیان شوي، په دغه نندارتون کې کابو ۲۶ برخې دي او په هغو کې د ماشومانو او هلکانو برخې ، د قرآني حکرانۍ بخرې ، د قرآنی څیړنو او مشورو برخې ، نړیوالې برخې ، د کورنیو غونډو برخې ، د ایراني او اسلامی حجاب اوستر برخې او داسې نورو برخو ته اشاره کولی شو.
په دغه نندارتون کې ۱۶۰ ناشرانو خپل قرآني او دیني کتابونه د امام خمیني عیدګاه ته رسولي دي څو د قرآني مینه والو نندارې ته ئې وړاندې کړي. همداراز ۴۶ ولسي موسیسې او ۲۴حاکمیتی اورګانونه هم پکې شتون لري . د سږکال نندارتون شعار هم دهماغه تیر کال په څير یعنی ؛ لولم دې ؛ ټاکل شوی دی.
ددغه نندارتون نړیواله برخه به د ۲۵ هیوادونو دنمایندګیو په شون سره د فروردین یا وري د میاشتې له لومړۍ تر اتمې نیټې پورې ترسره شي. په دغو هیوادونو کې چې په دغه نندارتون کې ګډون کوي، ترکیې ، الجزایر ، سنګال، روسیې ،هندوستان، فرانسې، جنوبی افریقا، چین، کینیډا او پاکستان ته هم اشاره کولی شو.